مشرانو جرګې د ازادي راډیو خپرونې وستایلې

د افغانستان مشرانو جرګې د ازادي راډیو خپرونې وستایلې او په کابل کې یې د دې دفتر مسول ته ستاینلیک ورکړ.

د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو کمیسیون مشر ډاکټر زلمی زابلي، چې د دوشنبی په ورځ یې په کابل کې د ازادي راډیو مشر محمد امین مدقق ته دغه ستاینلیک ورکولو وویل؛ چې ازادي راډیو هڅه کړې، خلکو ته بې طرفه او ریښتیني معلومات په وخت ورسوي.

نوموړي همدا راز وویل، چې د ملي شورا له رخصۍ وروسته به هم د مشرانو جرګې په عمومی غونډه کې د ازادي راډیو خپرونې وستایل شي.