م.م په افغانستان کې د بېړنیو مرستو لپاره ۶۷۸ ملیونو ډالرو ته اړتیا لري

ملګروملتود افغانستان لپاره په ۲۰۱۱ کال کې د بشري چارو په خاطر د ۶۷۸ مليون ډالرو مرستې غوښتنه وکړه.

د ملګروملتو د بيړنيو مرستو د منتظم مرستيالې کاترين براګ پرون په کابل کې وويل، د شخړې د دوام او د طبيعي افتونو له کبله افغانستان په ۲۰۱۱ کال کې هم بيړتيو بشري مرستو ته اړتيا لري.

هغې وويل، په راتلونکي کال کې به اووه مليونه افغانان بيړنيو مرستو ته اړتيا ولري.