نعیمي: له ناټو سره د بندي افغان خبریال د خوشې کولو هڅه کوو

په خوست ولایت کې د ایتلافي ځواکونو له خوا د یوه سیمه ایزخبریال ترنیول کیدو ورسته، د دې ولایت والي ویلي دي، چې د دې خبریال د خوشې کولو لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

د خوست والي عبدالجبار نعیمي ازادي راډیو ته وویل، چې له ایتلافي ځواکونو سره خبرې کوي ترڅو د سلام وطندار راډیو سیمه ایزخبریال چې له پژواک خبري اژانس سره هم همکاري لري ژر بېرته خوشي شي.

افغان خبریال ملي خان یعقوبي له خپلو درېو وروڼو اویوه خپلوان سره وړمه شپه د خوست ولایت په یعقوبیو ولسوالۍ کې د نړیوالو ځواکونو له خوا ونیول شو.

په خوست کې میشتو ایتلافي ځواکونو تایید کړې، چې په یعقوبیو ولسوالۍ کې یې پنځه تنه نیولي خوپردوی کوم تور نه دی پورې شوی.

په خوست کې خبریالانوهم تیره ورځ په یوه غونډه کې د دې خبریال د ژر خوشې کولو غوښتنه وکړه.