چارواکې وایي، د اسرایلو په تاریخ کې د ځڼګلونو تر ټولو سخت اورلګیدلی او له واکه وتلی دی. د نړۍ له مختلفو هیوادونو څخه د اوروژنې مرستې او کارکوونکې اسرایلو ته رسیدلي دي.
چارواکې وایي، تراوسه د اور له وجې له څلویښتو زیات کسان وژل شوي. په دوی کی زیات شمېر د محبسونو کارکوونکې دي، چې له یوه زندان څخه د بندیانو د ایستلو په نیت په بس کې سپاره وو، چې د اور په لمبو کې ګېر شول.
اور د اسرایلو دریم ستر ښار حایفا ته نږدې شوی او په زرګونو کسان نورو ځایونو ته انتقال شوي دي.
د امریکا متحده ایالاتو ویلي، ۴۵ ټنه د اور وژني مواد او نور وسایل او دغه راز د اور وژنې کارپوهان یې اسرایلو ته استولي دي.
د روسیې، ترکیې، یونان، بلغاریا، مصر، هسپانیې، اذربایجان او رومانیا پشمول نورو هیوادونو هم د الوتکو او موادو مرستې کړي دي. د اورلګیدنې علت تر اوسه نه دی معلوم شوی.