د عاج ساحل هیواد د اساسي قانون شوری، د جمعې په ورځ د جمهوری ریاست د انتخاباتو مخکنۍ نتیجي لیرې کړي او د یکشنبې د ورځو په سیالیو کې یې واکمن جمهور رییس لارینت ګیباګبو ګټونکی اعلان کړ.
د پنجشنبې په ورځ د انتخاباتو د کمیسیون رییس ویلي وو، د مخالف ګوند مشر الاسان قواتارا په انتخاباتو کې ګیباګبو ته ماتي ورکړې ده.
د اساسي قانون شوری له اعلان وروسته، قواتارا ځان د عاج ساحل نوی جمهور رییس اعلان کړ.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون او د اروپایي اتحادیې د بهرنیو اړیکو مشرې کاترین آشټن هم د قواتارا ملاتړ کړی دی.
د جمهوري ریاست د دې انتخاباتو مقصد دا و، چې په دې هېواد کې له ۲۰۰۲ کال کورنیو جګړو وروسته به دا هېواد یو موټی شي.