کرزي ایتلافي ځواکونه يي د یوه ولسوال په وژلو تورن کړل

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پرون ايتلافي ځواکونه د یوه افغان ولسوال په وژلو او د هغه د کورنۍ د شپږو غړېو په نیولو تورن کړل.

د ولسمشر کرزي له دفتره په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، کله چې ولسمشر خبر شو، چې د ګریشک پخوانی ولسوال حاجي ابراهیم د دوشنبې په ورځ وژل شوی او د کورنۍ غړي یې نیول شوي، د هلمند والي محمد ګلاب منګل ته یې ټېلفون وکړ، هغه پېښه تایید کړه او کرزي ته یې وویل، چې حاجي ابراهیم او د هغه د کورنۍ غړي بې ګناه دي، دوي له سخت دريځو وسلوالو سره هیڅ ارتباط نه لري.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي:

ولسمشر د هلمند والي ته امر وکړ، چې له ناټو سره په دې باب خبرې وکړي او د موضوع له څېړلو وروسته بېرته جمهوري ریاست ته راپور ورکړي.

ناټو تر اوسه پورې د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو دوه ورځې وړاندې یې ویلي وو چې د افغانستان په څو سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې ګڼ شمېر طالبان وژلي یا نیولي دي.