د ناټو درې سرتیري په جنوب کز وژل شوي

ناټو پرون وویل چې د افغانستان په جنوب او ختیځ کې په بمي بریدونو او له وسله والو طالبانو سره په نښتو کې د دوی درې عسکر وژل شوي دي.

د ناټو په خبرپاڼه کې د وژل شوېو عسکرو د هويت په باب څه نه دي ویل شوي خو دا یادونه شوې چې یو سرتېری د سړک د غاړې په چاودنه کې پرون د افغانستان په جنوب کې ووژل شو او دوه نور په ختیځ کې وژل شوي دي، دا په روانه ډیسمبر کې د ناټو ځواکونو لومړني تلفات دي.

تېره میاشت د دوي د تلفاتو شمېر۵۵ تنو ته ورسېده چې زیاتره یې امریکايي پوځیان وو.