د کونړ په بمباریو کې طالبانو ته زیانونه اوښتي

د کونړ په مرورې او غازي اباد ولسوالیو کې ناټو هوایي بمباري کړې ده.

د کونړ امنیه قوماندان خلیل اله ضیایي ازادي راډیو ته وویل، د غازي اباد په ولسوالۍ کې وروسته تر دې چې مخالفو وسله والو د ایتلافي ځواکونو پر کاروان ډزې وکړې بمباري وشوه او په دې بمبارۍ کې څوارلس طالبان ووژل شول.

د کونړ امنیه قوماندان بیا د مرورې ولسوالۍ د بچې په کنډو سیمه کې د بمبارۍ خبره وکړه او ویې ویل چې هلته په بمبارۍ کې شپږ طالبان وژل شوې دي او تر لس زیات ټپیان شوې دي.

طالبان په دغو بمباریو کې د افغان چارواکو ادعاوې ردوي او وایي، چې دوی ته د سر زیان نه دی اوښتی.