اروپايي ټولنې ایرلنډ د ۸۵ ملیارده یورو ورکولو پرېکړه کوي

اټکل کېږي چې د اروپايي اتحاديې د ماليې وزيران ايرلنډ ته د ژغورنې لپاره د ۸۵ مليارد يورو د ورکولو موافقه لاسليک کړي.

د اروپا د يورو زون يا هغو شپاړسوهيوادونو، چې يورو يې پولي واحد دي، د ماليې وزيران به نن په بروکسل کې غونډه وکړي، چې د بودجې د سخت کسر او په بانکونو کې د تاوان د جبيره کولو لپاره ايرلنډ ته د اضطراري پور په ورکړه خبرې وکړي.

د اروپايي اتحاديې د ۲۷ غړيو هيوادونو د ماليې وزيران به جلا غونډه وکړي چې دا مرسته تصويب کړي.