پاکستان د ترهګرو په اړه معلومات ورکوونکي ته ۲۰ میلیونه روپۍ انعام ورکوي

پاکستاني مقاماتو هغه چا ته چې د طالبانو د حملو د پلان یا حملې په باب مالومات ورکړي، شل میلیون روپۍ جایزه ورکوي او په خوندي ځای کې یې میشتوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک د جایزې د اعلانولو پرمهال وویل، د دغه هېواد مقامات به هغو کسانو ته چې په دې باب مالومات ورکوي، د طالبانو له ویرې او یا هم د ګواښ له وجې دوی له خپلو کورنیو سره یو ځای په پاکستان کې دننه په یوه محفوظ ځای کې وساتي او یا به یې یو بل بهرني هېواد ته واستوي.

په پاکستان کې له دوه زره اوم کال راهیسې تر دوه زره کسان زیات په بمي چاودنو کې وژل شوې دي.