په پاکستان کې یوه بار وړونکې په کورونو الوتکه ولوېده

د پاکستان د هوایي چلند مقامات وایي، یوه باروړونکې الوتکه د کراچۍ له هوایي ډګره له الوتنې څو شیبې وروسته په یوه استوګنه سیمه کې راولویده.

د هوایي چلند د ادارې یوه ویاند وویل، یوه روسیۍ ساخت بار وړونکې الوتکه چې د سوډان په لور روانه وه له الوتو دوه دقیقې وروسته راوغورځیده.

مقامات زیاتوي په دې الوتکه کې اته تنه عمله سپره وه. ویل کیږي چې الوتکې له غورځیدو وروسته اور واخیست او امکان لري، چې د غورځېدو په ځای کې یې مرګ ژوبله رامنځته کړې وي.