پولنډ د روسیې پارلمان وستایه

پولنډ د روسیې پارلمان وستایه چې په دوهم نړېوال جنګ کې د پولنډي عسکرو د ډله ایزې وژنې پړه یي په جوزیف سټالین اچولې ده.

د پولنډ صدراعظم دونالد توسک وویل، دا یو مهم سیاسي ګام دی، خو زیاته یي کړه، د پولند حکومت غواړي چې د دغه اقدام په رڼا کې د روسیې حکومت باید نور ګامونه هم پورته کړي.

د پولنډ ولسمشر برونیسلاو کومو روسکي وایي، د روسیې د پارلمان دا اقدام، وارسا ته د روسیې د ولسمشر دیمتري میدودیف د ډېسمبر د شپږمې نېټې له سفر مخکې، یوه مثبته اشاره ده.

د روسیې ولسي جرګې یا دوما پرون یوه اعلامیه تصویب کړه چې په کې ویل شوي، په دوهم نړېوال جنګ کې د کاتین سېمې ډله ایزه وژنه، د شوروي اتحاد د وخت د دیکتاتور جوزیف سټالین په مستقیم امر ترسره شوي وه.

د ۱۹۴۰ کال په دغې عامه وژنې کې د روسیې په لویدیځ کې شاوخوا شل زره پولنډي عسکر، پوځیان او پیژندل شوي اتباع د روسیې د خفیه پولیسو له خوا وژل شوي وو او د همدې مسلې پر سر، د پولنډ او روسیې تر منځ اړیکې له اوږدې مودې راهیسې خړ پړ شوي دي.