روګوزین له ناټو سره د توغندېو د ګډ دفاعي سیستم په اړه خوښي وښوده

په ناټو کې د روسیې استازي دیمتري روګوزین له ناټو سره د توغندېو د ګډ دفاعي سیستم په اړه خوښي او هیله مندي وښودله.

روګوزین پرون په برسل کې وویل، د توغندېو د دفاعي سیستم پلان چې تېره اوونۍ د پرتګال په مرکز لیزبن کې د ناټو مشرانو او د روسیې ولسمشر دیمتري میدودیف لاسلیک کړ، د اروپا او اتلنتیک د سیمې موږ ټولو ته به د امنیت معنی ولري.

د ناټو او روسیې کارپوهان به په راتلونکي اوونۍ کې غونډه وکړې، د روسیې او ناټو د جلا سیستمونو تر منځ د احتمالي تړاو په امکاناتو به خبرې وکړي، دا سیستمونه د سخت سرو رژیمونو د توغندېو پر ضد درول کیږي.