هند پر ممبي باندې د تروریستي بریدو دوهمه کلیزه په خاصو مراسمو کې یاده کړه

په ممبي ښار کې د لسو تنو تروریستانو د شپیتو ساعتونو محاصره او عملیات چې په پاکستان کې روزل شوي او تجهیز شوي وو

هند د جمعې په ورځ د دې هېواد د ممبي ښار د تروریستی بریدو دوهمه کلیزه په خاصو مراسمو سره یاده کړه او د وژل شوېو ۱۶۶ کسانو په اړه یي د عدالت د عملې کېدو ژمنه تازه کړه.

په ممبي ښار کې د لسو تنو تروریستانو د شپیتو ساعتونو محاصره او عملیات چې په پاکستان کې روزل شوي او تجهیز شوي وو، د هند لپاره د سپتمبر ۱۱ مه یادیږي او د دې بریدو په جریان کې د هند د دغه ستر ښار اقتصاد په ټپه درېدلی و او د دغه ښکلي ښار د خلکو روحیات یي زیانمن کړي وو.

د هند صدراعظم من موهن سنګ د ممبي د تروریستی بریدو د دوهمې کلیزي د یادښت په مناسبت پیغام کې وویل، د هند د خلکو قوت به په هغو کسانو غلبه حاصله کړې چې د دوي ژوند له ګواښونو سره مخامخ کوي.

سنګ وویل، موږ به هیڅکله د دښمن نقشو او پلانونو ته سر ټیټ نه کړو، موږ ژمنه کوو چې عدالت ته، د بشري جنایت د دغو عاملینو د وړاندې کولو په مقصد به خپلې هلې ځلې دوه برابره کړو.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوماناهالي ملایاح کریشنا د پنجشنبې په ورځ په سریلانکا کې د ممبي د بریدو په اړه وویل:

(زه یو ځل بیا پر پاکستان غږ کوم چې تر خپلواک لاندې سېمو کې دې د تروریزم فعال ماشین بند کړي او د ممبي د تروریستي حملې ټول عاملین دې ډېر ژر عدالت ته وړاندې کړي.)

د هند د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، دوي له پاکستان سره د ثبات او همکارۍ اړیکې غواړي. دی وایي، د روان کال جولای میاشت کې د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی و او هغه مهال یي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي ته بلنه ورکړې وه چې د زیاتو خبرو په مقصد نوي ډهلي ته راشي. ده دا هم وویل، هند غواړي له پاکستان سره خپلې ټولې ناحلې او لانجمنې مسلې د خبرو له لارې حل کړي.

د ممبي د تروریستي حملو له لسو تنو حمله کوونکو څخه یو تن، اجمل کساب ژوندی پاتې شوی او په هند کې د مرګ په سزا محکوم شوی دی، خو په پاکستان کې له پېښې سره په تړاو کې د نیول شوېو اوو تنو یو هم تر اوسه نه دی محاکمه شوی،هند په وار وار دې کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړی ده.

د جمعې په ورځ په ممبی ښار کې په سلګونو زده کوونکي راټول شوي وو او د لاریون پر مهال یي یو ستر شعار له ځانه سره وړ چې پرې لیکل شوي:

(د ممبي ستر دیوال)

لاریون کوونکو داسې ښودله چې د ممبي ښار له حملو وروسته په پوره قوت فعال دی، حکومتي چارواکو هم د تروریستي حملو د قربانیانو پر ځای د ګلو ګیډۍ کیښودلې.

له تروریستانو سره د مقابلې پر مهال د یوه وژل شوي پولیس پلار، له بنګلور نه تر ممبي پورې د بایسکل په واسطه سفر پیل کړی او وروسته به په ښار کې د سولې له لاریون سره یو ځای شي.

د میاشتې په سر کې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د ممبي ښار په تاج هوټل کې چې تروریستانو پرې حمله کړې وه، د استوګنې پر مهال د حملو قرباینانو ته د احترام مراسم پر ځای کړل او په یوې وینا کې یي د تروریزم پر ضد له هند سره د پیوستون ژمنه کړې وه.