لویه څارنوالۍ:موږ سره داسې اسناد شته چې انتخابات نامشروع کیدای شي

د افغانستان لوی څارنوالۍ وایي، چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه یي داسې شواهد او اسناد ترلاسه کړي، چې له مخې یي دا انتخابات نامشروع بلل کېدای شي.

د لوی څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري له ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې د شواهدو له څیړلو وروسته به د انتخاباتو د خپلواک کمسیون پر ضد محکمې ته خپله دعوه وړاندې کړي او دا مسئله به د محاکمو له لارې تعقیب کړي.

هغه زیاته کړه، چې دوي په انتخاباتو کې د درغلیو او د پیسو د راکړې ورکړې په تور پنځه کسان نیولي، چې په کې صرافان، د انتخاباتو د کمسیون غړي، د یوناما یو کارکوونکې او د اروپایي اتحادیي څارونکي هم شامل دي.

لوی څارنوالۍ د دغو کسانو د نیولو اقدام په داسې حال کې کړې، چې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د اعلان شوېو نتایجو په خلاف پراخ احتجاجونه دوام لري.