د نیوزیلاند په هغه کان کې په دوهمه چاودنه کې ټول هغه ۲۹ کان کیندونکي چې په دې کان کې بند پاتې وو، وژل شوي دي.
پولیسو پرون وویل، چې د هیڅ چا د ژوندي پاتې کېدو چانس نشته، دا په نیوزیلاند کې په نژدې یوې پیړې کې د کان تر ټولو ناوړه پېښه ده، د نیوزیلاند صدراعظم جان کي دا یوه ملي تراژېدي وبلله:
( په پیک ریور کان کې دوهمې چادونې زموږ تر ټولو لویه اندېښنه تایید کړه، ۲۹ سړي چې نومونه او څیرې به یي موږ ټول وپیژنو بیا هیڅکله زموږ په منځ کې قدم وانخلي.
دا یوه ملي غمیزه ده، دا د غو سړېو د کورنیو د هغوي د همکارانو، ملګرو، د هغوي د ټولنې او زموږ د ټول ملت لپاره غمیزه ده.)
دا تر اوسه نه ده معلومه چې په دې کان کې چې د نیوزیلاند په جنوب کې پروت دی د تېرې جمعې د ورځې د لومړنې چاودنې علت څه وو.
د نیوزیلاند صدراعظم ژمنه وکړه، چې د دې پېښې علت به معلوموي، په دې کان کې د چادونکو میتان ګازو له وجهې د ژغورنې کارکونکي له دې منع کړای شوي چې له لومړي چاودنې وروسته دې کان ته ننوځي.