امریکا د شمالي کوریا پرضد کې د جنوبي کوریا دفاع کوي

وروسته تر دې چې سپينې ماڼۍ د شمالي کوريا له لوري پر ګاونډي هېواد بريد له غوسې ډک عمل بريد وباله، د امريکا ولسمشر بارک اوباما ژمنه وکړه، چې امريکا به د جنوبي کوريا دفاع کوي.

اوباما له ABC نيوز ټلويزيون سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پوځي انتخاب د میز پرسر دې له وړاندوینو ډډه وکړه.

اوباما دا ژمنه په داسې حال کې کوي، چې پرون د جنوبي کوريا دوه سمندري پوځيان هغه وخت ووژل شول، چې د شمالي کوريا له لوري پر لانجمنو ساحلي سيمو چې د جنوبي کوريا پوځي تاسيسات او د ملکيانو کوچني استوګنځي په کې دى، د توپونو بريد وشو.

په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال مارک ټونر په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل امريکا به سنجول شوى ځواب وايي:

”موږ به د شمالی کوریا د دې عمل په وړاندې سنجول شوي او ګډ اقدامات کوو، موږ به په دې برخه کې له چين سره هم کار کوو، موږ به له ټولو شپږو اړخونو سره په دې برخه کې کار کوو خو يوځل بيا د ټينګار په ډول وايم موږ به يو سنجول شوى ځواب وايو.“

د ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو له لوري هم د دغه بريد ه غندنه شوې ده.