ولسي جرګه: له لست څخه لرې شوو کاندیدانو ته باید قناعت ورکړای شي

ښاغلی قانوني وايي، ډیرشمېر شکایت کوونکي کاندیدان چې موږ ته مراجعه کوي وایي، چې د پریکړو پرمهال د دوی استازي نه وو حاضر

د ولسي جرګې رییس اویوشمېرغړي وایي، چې له لست څخه د ځینو بریالیو کاندیدانود نومونو له لرې کیدو وروسته هغوی ته د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له خوا لازم معلومات نه دي ورکړل شوي.
د ولسي جرګې د انتخاباتو د لومړنیو پایلو له لست څخه د ولسي جرګې د اوسنیو اوو تنو غړو په ګډون د نولسو تنو بریالیو کاندیدانو د نومونو له لرې کولو نه وروسته پردې موضوع په ولسي جرګې کې هم تود بحث وشو.

د ولسي جرګې یوشمیرغړو د دوشنبې په ورځ د دې جرګې په عمومي غونډه کې د دې مسالې په اړه جدي غبرګون وښود او ویې ویل چې ځینې ښه شهرت لرونکي بریالي کاندیدان پرته له دې چې ورته معلومات ورکړل شي هم د درغلیو په تور د بریالیو کاندیدانو له لست څخه ایستل شوي دي.

د ولسي جرګې رییس محمد یونس قانوني په دې هکله د دې جرګې د غړو له تندو او جدي بحثونونه وروسته وویل، چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون باید د قانون پراساس دغو کاندیدانو ته لازم معلومات وړاندې او هغوی ته قناعت ورکړي:

"د انتخاباتو د قانون په حکم دا به ښه وي، چې د کاندیدانو قناعت ترلاسه شي. که چیرې د هغوی رایې باطلې شوي او یا هم په اړه یې نورې پریکړې شوي باید د څارونکو په وړاندې شوي وي.

له بده مرغه ډیرشمېر شکایت کوونکي کاندیدان چې موږ ته مراجعه کوي وایي، چې د پریکړو پرمهال د دوی استازي نه وو حاضر او په شوو پریکړو قناعت نه لري."

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې د یکشنبې په ورځ د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له خوا نولس تنه بریالي کاندیدان چې اوه تنه یې د ولسي جرګې اوسني غړي هم دي له لست څخه وو ایستل شول.

یو له دغو کاندیدانو څخه د ولسي جرګې اوسنی غړی احمدخان سمنګاني دی، دی وایي، چې ده له هرډول درغلیو پرته په سمنګانو ولایت کې څه باندې شل زره رایې ګټلي او د بریالیو کاندیدانو له لست څخه د ده د نوم د لرې کولو پریکړه به هیڅکله ونه مني.

په عین حال کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له خوا د بریالیو کاندیدانو له لست څخه نور ایستل شوي کاندیدان هم وایي، چې دوی ته د دې کمیسیون دا پریکړه د منلو وړنه ده.

خو د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي، چې دوی د هرکاندید په وړاندې هره پریکړه شفافه، عادلانه او له قانون سره سمه کړې.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړي او ویاند احمد ضیا رفعت ازادي راډیو ته وویل، د هرکاندید په وړاندې چې شکایت موجود وو ورته د دفاع لپاره وخت او چانس ورکړل شوی:

"د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون پریکړه نهایي او بېرته نه ګرځیدونکې ده، د هرې پریکړې له کولو څخه مخکې د هرکاندید په وړاندې چې شکایت موجود و، د دفاعې په توګه د ځواب ورکولو حق ورکړ شوی.

د انتخاباتي شکایتونو د نهایی پریکړې له اعلان وروسته نور داسې څه نشته، چې موږ د شکایت لرونکو کاندیدانو قناعت ترلاسه کړو."

د ولسي جرګې په تیرو انتخاباتو کې پراخې درغلۍ اوسرغړاونې وشوې، د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون دغه درغلۍ په جدي توګه وڅیړلې، څه باندې یواعشاریه درې ملیونه رایې یې باطلې اعلان کړې او یوشمېر درغلي کوونکي یې لویې څارنوالۍ ته هم معرفي کړل.

سره له دې چې د ولسي جرګې له انتخاباتو څخه څه باندې دوه میاشتې تیري شوي خو لاهم د درغلیو د څېړلو له امله وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل، چې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له خوا پریکړه دوی ته رسیدلې او ډیر ژر به د ولسي جرګې وروستۍ پایلې د دې کمیسیون له خوا علان شي.