په خوست کې میشت ایتلافي ځواکونه وایي، چې نن سهار په پکتیا ولایت کې څلور ملکې وګړی وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
په خوست کې د ایتلافي ځواکونو د مطبوعاتي څانګې مسوول جګړن پلات ازادي راډیو ته ویلي، چې دغه چاودنه په زرمت ولسوالۍ کې د خښ شوي ماین له امله شوې.
ده ویلي دي، چې ټپیان اوسمهال په خوست کې د نړیوالو ځواکونو په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دې پیښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
نن سهار دکندز ښار په ختیځه څنډه کې هم د جرمني ځواکونو په موټر د بم چاودنه شوې چې درې عسکر یې ټپیان کړي.