اوکراین او اورپايي ټولنه د انرژۍ پر مسایلو خبرې کوي

اټکل کېږي چې د انرژۍ مربوط مسايل به نن د اوکراين او اورپايي اتحاديې د مشرانو د غونډې د اجنډا په سر کې وي.

اوکراين لوېديځې اروپا ته د روسيې د ګازو د انتقال په لاره کې پروت هيواد دی خو د ګازو د پيسو پر سر د روسيې او اوکراين جنجال په تېرو وختونو کې لوېديځې اروپا ته څو ځلي د ګازو په صادراتو کې خنډ شوي شوي دي.

دواړه خواوې به همداراز د اروپايي اتحاديې او اوکراين د ټولنې په موافقې کې پر شوي پرمختګ هم خبرې وکړي.

دا به د ويکتور يانوکوويچ لپاره، چې د سږکال په لومړيو کې ولسمشرغوره شو، د اروپايي اتحاديې او اوکراين لومړنۍ سرمشريزه وي.