د ډیلټا هوايي شرکت یوې الوتکې په نیویارک کې بېړنۍ ناسته وکړه

د ديلټا هوايي شرکت يوه الوتکه وروسته له دې چې په ماشين کې يې د خرابۍ راپور ترلاسه کړ، د نيويارک په جې ايف کينډي هوايي ډګر کې بې له کومې ستونزې کښېنسته.

دا الوتکه، چې مسکو ته روانه وه، له الوتلو لږ وروسته له ستونزې سره مخامخ شوه .

هغه راپورونه ناسم وو، چې په يوه انجڼ کې يې اور بل شوي. په دې الوتکه کې دوه سوه تنه سپاره وو.