په دې اوونۍ کې بې پیلوټه الوتکو پر وزیرستان درې بریدونه کړي

مشکوکو بې پيلوټه امريکايي الوتکو يوارې بیا پر شمالي وزیرستان برید کړی، دا په روانه اونۍ کې درېيم ځل دی چې دغه سیمه د بې پيلوټه الوتکو له خوا تر برید لاندې نيول کېږي.

ځايي دولتي مسوولینو پېښه تایید کړې او ويلي یې دي، چې بې پيلوټه الوتکو د مشکوکو وسله والو جنګياليو يو مرکز په نخښه کړی، خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

بل خوا یوې ازادې سرچینې د خپل نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته ويلي، چې دغه برید پر کور نه بلکې د بهرنیو وسله والو جنګيالیو پر یوه موټر شوی چې دسفر په حال کې و.

چارواکیو ويلي، چې دغه برید د شمالي وزیرستان د دویم لوی ښار ميرعلي په خدي نومي کلي کې شوی.

تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالباسط بیا په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې دولت یې له امريکا سره منلې چې د دغو بریدونو لړۍ به د پاکستان نورو برخو ته وغځول شي.