نمیبیا کې یو تن د مصنوعي چاودیدونکو موادو د لیږد په تور ونیول شو

په نمیبیا کې پولیسو د دغه هېواد د اساسي نړیوال هوايي ډګر د امنیت مسول جرمني ته په یوه پرواز کې د مصنوعي چاودونکو موادو د لیږدولو په تور نیولی دی.

رویټرز خبري اژانس د جرمني د کورنیو چارو وزارت په حواله وايي، چې دغه نمیبیايي چارواکۍ تیره اوونۍ د دې په خاطر ونیول شو، چې په یوه بکس کې يې مصنوعي چاودونکي مواد میونیښ ښار ته د لیږدولو هڅه کوله.

نیول شوي کس دا منلی ده، چې مصنوعي چاودونکي مواد يې د برلین د هوايي کرښو په یوې په الوتکه کې ځای پر ځای کول.