اوباما: نړېوال دې د پولي واحد د بیو له ټیټولو ډډه وکړي

د متحده ایالاتو جمهور ريیس او د اروپايي ټولنې مشرانو د نړۍ په سترو اقتصادي قوتونو غږ کړی، چې د خپل سوداګریځ وضیعت د ټینګ ساتلو لپاره دې د خپلو پولي واحدونو د بیو په ټیټولو کې له رقابت څخه ډډه وکړي.

بارک اوباما او د اروپايي هېوادونو له مشرانو دا غوښتنه تیره ورځ د لیزبون په سرمشریزه کې وکړه.

د امریکا او اروپايي ټولنې مشرانو تیره ورځ په دې اړه دوه ساعته خبرې وکړې خو هیڅ کومه مثبته نتیجه يې ورنه کړه.

خو امریکا او اروپايي اتحاديې په خپله ګډه اعلامیه کې د نړیوال اقتصاد د ودې، امنیت او د اقلیم د بدلون لپاره د خپلو هڅو په دوام ټنیګار کړی دی.