اوباما:د توغندېو د دفاعی سیستم په پراختیا سلا شو

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما وایي، د ناتو مشران په امریکا او اروپا کې د توغندېو د هغو دفاعي سیستمونو په پراختیا سلا شول چې د منځني ختیځ په څېر سېمو څخه، د لېرې واټن ویشتونکو توغندېو د ګواښونو په مقابل کې د ناتو ۲۸ غړي هېوادونه ساتي.

ولسمشر اوباما د جمعې په ورځ د پرتګال په مرکز لیزبن کې د ناتو مشریزې غونډې کې د وینا په مهال دغه راز وویل، روسیې ته به هم بلنه ورکړو چې د توغندېو د دغه دفاعي سیستم په پراختیا کې ونډه واخلي. ده وویل، ناتو او روسیه له یو شمېر ورته ګواښو سره مخامخ دی. اوباما وویل:

(خوښ یم اعلان کړم چې د لومړي ځل لپاره موږ د توغندېو د هغه دفاعی سیستم په پراختیا سلا شولو چې د امریکا په ګډون، د ناتو د ټولو اروپایي غړېو هېوادونو او خلکو د دفاع توان لري.

دا د توغندېو د دفاعي سیستم د جوړولو لپاره د هغې منل شوې نوې مرحلې په لور مهم ګام دی چې ما تېر کال اعلان کړی وه.

په دې کې زموږ ټولو متحدینو ته ونډه ورکول کیږي، دا سیستم زموږ د عصر ټولو ګواښونو ته ځواب وایي، دا د بلاستیکي توغندېو له ګواښونو څخه زموږ د خلکو د ساتنې لپاره زموږ اراده څرګندوي. سبا ته به موږ له روسیې سره کار کولو او د دوي همکارۍ ته هم سترګې په لار ېو او په دې پوهیږو چې موږ له زیات شمېر ورته ګواښونو سره مخامخ یو.)

ټاکل شوې چی د روسیې ولسمشر دیمتري میډوډیف به د ناتو په نننۍ غونډې کې ګډون وکړي ، د توغندېو د دفاعي سیستم او نورو مسلو په اړه به خبرې وکړې.