د جرمني صدراعظمه انګیلا میرکل د هغو ۱۵ شخصیتونو له ډلې څخه ده چې د ولسمشر باراک اوباما له خوا د متحده ایالاتو تر ټولو ستر ملکي مډال ته نومول شوي دي .
میرکل لومړنۍ میرمن او د شرقی المان اوسیدونکې ده چې د المان له یووالی وروسته د دی هیواد د صدراعظمی په توګه دنده پرمخ وړی.
سپینه ماڼۍ وايي په دې ډله کې د امریکا پخوانۍ ولسمشر جورج بوش چې له ۱۹۹۸کال څخه تر ۱۹۹۳ کاله پورې د متحده ایالاتو جمهور ريس وو، هم شامل دی.
میلیارډر او د خیرښیګڼو د چارو ترسره کونکی وارن بفیټ، هنر مند یو یو ما،او لیکواله او شاعره مایا انګلیو هغه شخصیتونه دی چې د ولسمشرۍ د ازادۍ مډال ته نومول شوي دي.
سپیمې ماڼۍ ویلي دا ټول هغه غیر عادي کسان دي چې امریکا او نړۍ يې د اوسیدو لپاره غوره ځایونه ګرځولي او کلتور يې بډایه کړی دی.
ټاکل شوې چې دا شخصیتونه به د راتلونکې کال په لومړیو کې خپل مډالونه ترلاسه کړي.