یونان کې د امریکا د سفارت مخې ته مظاهره پر تاو تریخوالي واوښته

د یونان په پایتخت اتن کې تیره ورځ دامریکا د سفارت مخته د ګڼ شمیر ځوانو مظاهره چېانو او پولیسو ترمنځ اخ وډب رامنځته شو.

مظاهره کونکو چې د ۱۹۷۳ کال د دیکتاتوری ضد پاڅون د کلیزې د لمانځلو په مناسبت راووتي وو، پر پولیسو د ډبرو ګزارونه وکړل او پر هغوي یی د تیلو جوړ بمونه واچول.

پولیسو د مظاهره چېانو د تیت او پرک کولو لپآره له اوښکي بهونکي ګازڅخه کار واخست.

راپورونه وايي چې څه کم ۵۰ مظاهره کونکي نیول شوي او یو تن د اور له امله ټپی شوی دی.

د امریکا د سفارت مخې ته د مظاهره کونکو د راټولیدو هدف په ۱۹۶۷ کال د یونان له پوځي رژیم څخه د واشنګټن د ملاتړ په وړاندې عکس العمل ښودل دي.

په اتن کې د دیکتاتورۍ ضد پاڅون کلیزه سږ کال په داسې حال کې لمانځل کېږي چې یونان له سخت اقتصادي حالت سره مخامخ دی.