د اتریش د پارلمان یوه غړي:قادریوف دلته د اجنټانو يوه ډله لري

د اتريش د پارلمان يوه غړي پرون وويل، چې د چيچينا د جمهوريت ولسمشر رمضان قاديروف په اتريش کې د اجنټانو يوه ډله لري چې دنده يي د هغه د کريملين پلوي رژيم مخالفانوته ګواښ کول دي.

د شنه ګوند وکيل پتر پيلز چې په امنيتي مسايلو کې تخصص لري يوه خبري کنفرانس ته وويل، چې د اتريش د استخباراتو ادارې معلومات ترلاسه کړي چې شاوخوا ديرش ته اجنټان په اتريش کې فعال دي چې قادروف ورته پيسې ورکوي.

هغه دا څرګندونې پرون يوه ورځ مخکې له هغې وکړې چې ټاکل شوی ده نن د چيچينا د وژل شوي مخالف عمر اسرايلوف د دوسيي په اړه محاکمه پيل شي،نوموړي د تېرکال په جنوري مياشت کې په ويانا کې د خپل کور په مخ کې په ډزو ووژل شو.

اسرايلوف د قادروف د امنيتي ځواکونو پخواني غړی و، چې له خپلې دندې يي لاس اخيستی وو او په اتريش کې يي د سياسي پناه غوښتنه کړې وه،قادروف په دې پېښه کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.