رفعت:د الف ډلې شکایتونو څېړل پای ته ورسېدل

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون ویاند احمد ضیا رفعت

په داسې حال کې چې افغان ولس د انتخاباتو د پایلو د اعلان په تمه دي، د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، چې د نږدې 2500 لومړۍ درجه شکایتونو څېړل پای ته رسېدلي دي او د انتخاباتو د وروستیو نتیجو د اعلان لپاره یې لاره خلاصه کړې.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون ویاند احمد ضیا رفعت د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د لومړۍ درجې شکایتونو د څېړلو د پای ته رسېدو سر سم به د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په نژدې راتلوونکې کې وروستي نتایج اعلان کړي:

“د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون لومړی د الف ډلې شکایتونه وڅېړل، چې د وروستیو نتیجو د اعلان لپاره لاره خلاصه شي، په الف ډله شکایتونو کې 2495 شکایتونه موجود وه او نن پای ته ورسېدل.”

همدارنګه نوموړي وویل، چې د دې ترڅنګ یو شمېر نور شکایتونه چې تر 3300 ډیر دي او په ب او ج ډلو کې راځي وروسته به یې وڅېړي.

نوموړي همدرانګه د انتخاباتو په بهیر کې د ځینو افغان چارواکو لاس وهنې ته هم اشاره وکړه، نوموړي په ځانګړي ډول د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت د سرپرست محمد اسماعیل د قضیې په اړه وویل، چي دغه قضیه به هم په ب ډله شکایتونو کي وڅېړل شي.

بل خوا د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند وحید عمر په یوه خبري غونډه کې د ځینو کاندیدانو دا ادعا رد کړه، چې ویلي یې وه ولسمشر کرزی غواړي چې له لومړني لیست څخه د ځینو بریالیو کاندیدانو نومونه لېري کړي:

“د انتخاباتو په برخه کې، د انتخاباتو کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو کمېسیونونه خپل کارونه کوي، هغه سرچینه چې انتخابات اعلانوي د انتخاباتو کمېسیون دی، ما مخکې هم ویلي وه چې د ولسمشر اړیکې د انتخاباتو له کمېسیون سره یوازې په دوو ټکو کې خلاصه کیږي.

اول انتخابات باید د افغانستان د خلکو د غوښتنې تمثیل وي، دوهم انتخابات باید په افغانستان کې سیاسي او ټولنیز ثبات ته زیان ونه رسوي.”

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د روان لمریز کال د وږي پر 27 وسول، خو په دغو انتخاباتو کې د درغلیو او سرغړونو موضوع د انتخاباتو د نتایجو د اعلان د ځنډ سبب شوه.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او د شکایتونو کمېسیون له هغه وخته تر اوسه یو میلیون او درې لکه رايي مشکوکي بللې او بې باوره اعلان کړي او دغې مسئلې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سلګونو کاندیدانو پراخ غبرګونونه راوپارول.

تمه کیږي، چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به ډیر ژر د دغو انتخاباتو وروستي نتایج اعلان کړي، خو دا لا نه ده معلومه چې دغه نتیجې او بریالۍ څېرې به تر کومې اندازې د خلکو د خوښۍ وړ وګرځي.

راپور- معصوم میوند،کابل