د افغانستان حکومت یو ځلې بیا له نړېوالې ټولنې وغوښتل چې خپلې مالي مرستې دې د افغان دولت د بودیجې له لارې ولګوي.
د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال وايي، که چېرې نړېواله ټولنه خپلې منابعې د افغانستان د بودیجې له لارې ونه لګوي، نو ځینې هغه کارونه به یوازې د کاغد پر مخ پاتې شي چې حکومت یې په راتلونکو دوو کلونو کې ترسره کول غواړي.
نوموړي دغه څرګندونې نن په کابل کې د څارنې او انسجام د ګډ بورډ په پنځلسمې غونډې کې وکړې، چې د کابینې غړو، په کابل کې د ملګرو ملتونو استازي او د یو شمېر مرسته کوونکو هېوادونو سفیرانو په کې ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د کابل په کنفرانس کې د افغان دولت او نړېوالې ټولنې له خوا د شوېو ژمنو د عملي کېدو بهیر وڅیړل شو.