ایران پوځي تمرینونه پیل کړي

ايران وايي، د خپلو اتومي تاسيساتو ته نژدې يې پوځي تمرينونه کړي دي.

د ايران د پاسدارانو د انقلابي ځواک قومندان احمد مقياطي مهر نيمه رسمي خبري اژانس ته پرون وويل، سږني پوځي مشقونه د نطنز، بوشهر او فردو په شان سيمو کې هم ترسره شوي دي.