د عراق د پارلمان رييس اسامه النجفي ، پرون د ايران او امريکا له سفيرانو سره جلا جلا وليدل.
النجفي ،چې د عراقيه ګوند غړي دي، وايي ده په بغداد کې د ايران سفير حسن دانايي ته ويلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي دې د يوبل په کورنيو چارو کې د نه لاس وهنې او دوه اړخيز درناوی پراساس ښه شي.
د عراق د پارلمان رييس په بغداد کې د امريکا له سفير جيمز جيفري سره هم د سياسي پرمختياوو په باب خبرې وکړې.
عراقيه ګوند، چې پخواني صدراعظم عياد علوي يې مشري کوي، له ډېره وخته ايران د خپل هېواد په کورنيو چارو کې په لاس وهنې تورنوي.