افغان ډیپلومات عبدالخالق فراهي چې له څه باندې دوه کلونو راهیسې په پاکستان کې تښتول شوی وو له ژغورل کېدو وروسته یې نن په کابل کې له ولسمشر کرزي سره ولیدل.
د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر ویلي چې ښاغلی فراهي له ښه روغتیایي حالت څخه برخمن دی.
په پېښور کې افغان جنرال قونسل عبدالخالق فراهي دوه کاله او یوه میاشت مخکې د کتبه صلاح الدین په نوم د یوې وسله والې ډلې له خوا تښتول شوی وو.
ویل شوي چې ښاغلی فراهي د افغانستان او پاکستان د پرله پسې هڅو په پایله کې ژغورل شوی دی.