جاپان د امریکا له متحده ایالاتو څخه مننه وکړه، چې له روسیې او چین سره د دې هېواد په ځمکنۍ لانجې کې یي د جاپان ملاتړ کړی.
د جاپان صدراعظم ناوتو کان دا خبره نن په یوکوهاما ښار کې د اسیا پاسفیک اقتصادي غونډې په څنګ کې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره له کتنې وروسته وکړه.
کان زیاته کړه، جاپان او ګاونډي هېوادونه د متحده ایالاتو او په جاپان کې د دېره پنځوسو زرو امریکایي سرتېرو په اهمیت پوه دي.
امریکایي عسکر د واشنګټن اوتوکیو تر منځ د امنیتي تړون پر اساس په جاپان کې ځای په ځای شوی دي.
د امریکا ولسمشر وویل، جاپان هغه ماډل هېواد دی چې د ملګرو ملتونو د احتمالي پراخېدونکي امنیت شوری دایئمې غړیتوب به ولري.
په یوه بل خبر کې ویل شوي نن په یوکوهاما ښار کې د چین د ولسمشر هو ژینتاو د حضور پر ضد په سلونو جاپانیانو مظاهره وکړه.
مظاهره کوونکو د تیبیت، ختیځ ترکستان او جنوبي منګولیا بیرغونه له ځانه سره وړل ، زموږ له خاورې دفاع وکړۍ، د چین امپریالیزم مات کړۍ شعارونه یي هم رکول.
تمه ده چې د روسیې ولسمشر دیمتري میدودیف به نن د جاپان په یوکاهاما ښار کې د اسیا پاسفیک اقتصادي غونډې په څنګ کې د جاپان له صدراعظم ناوتو کان سره وګوري.
د مسکو او توکیو تر منځ هغه مهال تاوتریخوالی زیات شو چې میدودیف د نومبر په لومړۍ ورځ د کوریل ټاپوګانو ته لاړ، روسېه او جاپان هر یو دا ټوپوګان خپل بولي.
دا ټوپوګان چي جاپان یي خپلې شمالې ځمکې بولې ، د دوهم نړیوال جنګ په پاي کي د وخت شوروي اتحاد اشغال کړې وو.