په هایتي کې د کولرا وبا تر پلازمینې رسیدلې

د هایتي چارواکو تایید کړه، چې د کولرا ناروغی د دې هېواد پایتخت پورتو پرنس ته خپره شوی ده.

د پان امیرکن روغتیایي ټولنې مرستیال خوان اندوس وویل، ډاکتران په پایتخت کې چې د دې نارغۍ د چټک خپریدو خطر زیات دی، د لږترلږه ۷۳ ناروغانو چې پر کولرا اخته شوی، درملنه کوي.

چارواکي وایي، تراوسه پورې د کولرا د ناروغۍ له امله په ټول هېواد کې څه باندی ۵۸۰ تنه مړه شوي او له نهه نیم زرو څخه زیات کسان په روغتونو کې بستر دي.

په هایتي کې دغه کولرا په داسې حال کې خپره شوې، چې دا هیواد تر اوسه پورې د تیرکال ورانونکي زلزلې له ورانیو سره په مبارزه کې دی.