سپینې مانۍ د افغانستان د جګړې په اړه ستراتیژۍ ته بیا کنه کوي

یو امریکایي لوړرتبه چاروکي وایي چې سپینې ماڼۍ د افغانستان د جګړې په باب په خپلې ستراتیژۍ بیاکتنه پیل کړې ده ترڅو دا معلومه کړی چې ایا دغه ستراتیژی موثره ده او که نه؟

دغه چاروداکي چې د خپل نوم د نه ښودلو په شرط یې پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته څرګندونې کولې وویل، د دی ستراتیژۍ څیړنه پیل شوې او ښایي د روان کال د ډسمبر د میاشتې ترنیمایي یا ترپایه پورې بشپړه شي.

هغه وویل د دغی ستراتیژی څیړنه به له ولسمشر بارک اوباما او د هغه له امنیتی ټیم سره مرسته وکړی چې په دی اړه چې د راتلونکې کال له دوبی څخه څومره شمیرځواکونه ایستلی شی پریکړه وکړي.

ده دغه راز وویل، چې په دغې څیړنه کې به د طالبانو له مشرانو سره د وروستیو تماسونو مساله هم وڅیړل شي.