کامرون د خپل هېواد د اقتصاد د ښه کولو لپاره چین سره تړونونه لاسلیکوي

د چین صدراعظم وین ژیاباو له خپل انګلیس سیال ډیویډ کامرون سره، چې د چین په سفر بوخت دی، د دواړو هیوادونو تر منځ د شاوخوا دوه اعشاریه ۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت دوه اړخیزه تړون له لاسلیک کولو مخکې، خبرې وکړې.

کامرون زیار باسي چې د خپل هېواد په داخل کې د کارونو پیدا کولو او اقتصادي حالت د ښه کولو په مقصد، د نړۍ د دوهم ستر اقتصادي قوت چین سره، سوداګریز اړیکې لا ښه کړي.

د انګلستان له صدراعظم ډیویډ کامرون سره د چین په دې سفر کې د کاب‍‍‍ېنې څلور وزیران او د انګلستان د سوداکریزو موسسو شاوخوا پنځوس مشران هم ملګري دي.

کامرون، چین ته په داسي حال کې سفر کړی چې د دې هیواد جمهور رییس هوو ژینتاو د روانې عیسوي میاشتې په سر کې، فرانسې او پرتګال ته لاړ او له اروپایي کمپنیو سره یې د شلو میلیاردو ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک کړل.

د انګلستان صدراعظم به چین ته د خپل سفر په دوهمې او وروستۍ ورځ، سبا ته د دې هیواد له جمهور رییس هو ژینتاو سره هم وګوري.

چارواکې وایي، ډیویډ کامرون به په سوداګریزو معاملوسربېره، د چین له مشرانو سره د بشري حقونو پر مسلو هم خبرې وکړي.