بش وايي د خپل واک د زمانې پریکړې یې پر ځای وې


د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی جمهور رییس جورج ډبلیو بوش یو ځل بیا خبري رسنیو کی راڅرګند شو او د خپلې دورې د لانجمنو پریکړو دفاع یي وکړه.

جورج ډبلیو بوش نن “د پریکړې نقطې” په نامه اثر کي د خپلې دورې د کارونو یاداشتونه خپاره کړل.

پخواني جمهور رییس جورج ډبلیو بوش پرون د امریکا له ان بي سي تلویزیون سره مرکې کي وویل، په اوبو کې د غوټه کولواو بې خوبه کولو پشمول شکنجو، په مشکوکو تروریستانو باندې د تحقیقاتو سختو تاکتیکونو استعمال د تروریستي حملو مخه نیولې او د خلکو ژوند یې امن کړی دی:

((ما خپل ټیم ته ویلي و، ایا دا ډول تاکتیکونه قانوني دي؟ یوه قانوي ټیم راته ویلي و، هو دا تاکتیکونه قانوني دي. ماهغوی ته وویل، چي خبره داسې ده نو استعمال یې کړۍ. زه تاسې ته وایم، چې دې تاکتیکونو د خلکو ژوند ژغورلی دی . ))

د امریکا پخوانی جمهور رییس جورج ډبلیو بوش وویل، په عراق باندي د ۲۰۰۳ میلادي کال یرغل وورسته چي کله د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په دي هیواد کی د ډله اېزې وژنې وسلې ونه موندلي نو دی سخت په غوسه شو. بوش زیاته کړه، دده په باور، دصدام حسین د راپرزولو په مقصد په عراق باندي د حملې پریکړه یې پر ځاي وه.