د اروپایي اتحادیې د بهرنیو اړیکو مشرې کاترین اشټن نن له اسراییلو څخه په ټینګه وغوښتل چې په ختیځ بیت المقدس کې د یهودیانو لپاره د ۱۳ سوو کورونو جوړولو پلان لغوه کړي.
اشټن وایي، د اسراییلو دا پلان د نړیوالو له هغو هلو ځلو سره په ټکر کې دی چی غواړي د اسرایلو او فلسطینیانو تر منځ د سولې خبرې راژوندۍ کړې.
اسرایلو په ختیځ بیت المقدس کې د کورونو جوړولو پلان پرون په ډاګه کړ او فلسطیني مشران یې په غوسه کړل.
فلسطینیان وایي، د اسراییلو صدراعظم نتنیاهو د سولې خبرې له منځه وړې.
د اسراییلو او فلسطینیانو تر منځ د سولې خبرې د روان کال د سپتمبر میاشت کی بیرته پیل شوې وې خو یوه میاشت وروسته داسراییلوله خوا د یهودي میشت ځایونو د جوړولو د مسلې په سر په ټپه ودریدلې.
د امریکا متحده ایالاتو ویلي، د کورونو جوړولو ددغه پلان په اوریدو سخت خواشیني دي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند فلیپ کرولي وایي، د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن به دا مسله د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کي د اسراییلو له صدراعظم بینیمن نتنیاهو سره د کتنې په مهال مطرح کړي.
د ملګروملتونو عمومي منشي بانکیمون په یوه بیان کې د اسراییلوصدراعظم ته د کورونو جوړولو ددغه پلان په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړې ده.