د افغانستان د اقتصاد وزارت په هیواد کې د ۱۴۵ کورنیو غیر دولتي موسسو یا انجیوګانو او پنځو بهرنیو انجیوګانو د تړل کیدو خبر ورکړ.
د اقتصاد وزارت ویاند محمد صدیق عمرخیل ازادي راډیو ته وویل، چې دغه انجیوګانې ځکه وتړل شوې، چې په تیرو دوو کلونو کې يې خپل کاري راپور د اقتصاد وزارت ته نه دی ورکړی.
ښاغلي عمرخیل زیاته کړه، چې دغو انجیوګانو په وزارت کې د ثبت پرمهال ویلي وو، چې د روغتیا او د پوهنې په برخه کې به کار کوي.
تردې مخکې هم د افغانستان د اقتصاد وزارت ۱۷۰ انجیوګانې د راپور نه سپارلو له امله منحل اعلان کړې وې.