نور:لویه څارنوالۍ په انتخاباتي مسایلو کې د مداخلې حق نه لري

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمدنور وايي له جرمي پېښو پرته په انتخاباتی مسایلو کې لویه څارنوالۍ د داخلېدو حق نه لري

په داسې حال کې چې د افغانستان لویي څارنوالۍ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته اته څلویښت ساعته وخت ورکړی چې، د دوي د تورنو کارکوونکو په هکله دې د څیړنو اجازه ورکړي، خو د دغه کمیسیون چارواکي وایي چې، دوي ته په دې اړه کوم رسمي سند نه دی ورسپارل شوی.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمدنور ازادۍ راډیو ته د ده په څرګندونو کې، دې ټکي ته هم اشاره وکړه، چې تر هغې چې د دوي په روانو چارو کې کومه جرمي قضیه نه وي پېښه شوې دوي د هیڅ یوې ادارې په وړاندې د ځواب ویلو مسئولیت نه لري ښاغلي نور زیاته کړه:

(ترکومه ځایه چی د دوي مکتوبونه موږ ته را رسېدلي موږ ورته ځواب ورکړی دی، زموږ دریځ روښانه دی په انتخاباتی مسایلو کې لویه څارنوالۍ نه شي کولای چې مداخله وکړي خو که کومه پېښه جرمي وي، بیا نو کولای شي مداخله وکړي او موږهم ورسره همکاري کوو.)

خود افغانستان لویه څارنوالۍ وایي چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دوي ته هغه لازمې اسانیتاوې نه دي برابرې کړي چې، د انتخاباتي درغلیو په هکله قانوني څیړنې ترسره کړي.

د همدې له امله لویي څارنوالۍ د یکشنبې د ورځې پرماښام د رسنیو له لارې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته خبرداری ورکړ چې، په اته څلویښت ساعتونو کې دې دوي ته اجازه ورکړي چې، د انتخاباتو په بهیر کې له تورنو او سرغړونکو څخه تحقیقات وکړي.

په دې هکله د افغانستان د لویی څارنوالۍ مرستیال رحمت اله نظري ازادۍ ته په دې اړه داسې وویل:

(اته څلویښت ساعته د دې لپاره دي چې دوي موږ ته تحقیق نه راکوي، قانون وایي څوک چې تحقیق نه ورکوي، باید دندې وځنډول شي. نن مو د پنځه پنځوس برحال کسانو دوسیی د پارلماني چارو وزارت ته وسپارلې، موږ غواړو د هغو کاندیدانو شکایتونه وڅیړو چې موږ ته رسېدلي او د انتخاباتو د کمیسیون غړي یي باید په هکله ځواب ووایي.)

لویه څارنوالۍ دا هم وایي چې که چېرې، د انتخاباتو د کمیسیون له خوا د دوي خبرداری ته مثبت ځواب ونه ویل شي، دوي به یي په هکله قانونی چلند وکړي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي چې، تر اوسه یي څه باندې څلورسوه هغه دوسیي چې، درغلۍ په کې په ګوته شوي دي، لویي څارنوالۍ ته سپارلي دي، خو لویه څارنوالۍ وایي چې سربیره پردې شکایتونو دوي هم داسې شکایتونه ترلاسه کړي دي چې، د هېواد د اساسي قانون او د دولت د کارکوونکو د قانون له مخې یي څیړنې ضروري دي.

د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون ویلي دي چې د عقرب د میاشتې په پای کې د انتخاباتو وروستی پایلې اعلان کړي، خو په انتخاباتو کې پاتې راغلي کاندیدان او لویه څارنوالۍ وایي چې دوي تر اوسه د انتخاباتو پر لومړي پایلو هم قناعت نه لري او شفافیت ته یي لا جدي هڅې پکار دي.

راپور:خان محمد(سیند)،کابل