د سرپل ولایت سیمه ایز چارواکي وایي، چې نن اوه تنه وسله وال مخالفان له دولت سره یوځای شول.
د سرپل د والي مرستیال قمرالدین شکیب ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغو کسانو خپلې وسلې هم دولت ته سپارلي دي.
ښاغلي شکیب څرګنده کړه، چې ډیر ژر به په دې ولایت کې لسګونه تنه نور وسله وال مخالفان هم له خپلو وسلو سره د سولې له بهیرسره یوځای شي.
په یو بل خبر کې ایساف یا نړېوال سوله ساتي ځواکونه وایي، چې دوه تنه وسله وال مخالفان یې په غزني ولایت کې نیولي دي.
ایساف ځواکونو په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې دغه وسله وال مخالفان په اندړو ولسوالۍ کې نیول شوي خو د دوي د هویت په اړه لا تر اوسه څه نه دي ویل شوي.