د کندز ولایت د حوزوي روغتون ټولو ډاکټرانو د یوه امنیتي کس له خوا د یوه ډاکټر د وهلو په اعتراض نن د کارنه کولو اعتصاب کړی دی.
په خبر کې ویل شوي چې تېره شپه د دې روغتون یو نوکریوال ډاکټر د امنیتي کسانو له خوا سخت وهل ټکول شوی دی.
له سیمې نه د ازادۍ راډیو خبریال وایي، چې اعتراض کوونکو ډاکټرانو د کابل کندز لویه لاره هم بندې کړې او ویلي یي دي چې ترڅو د دوي غوښتنې ونه منل شي نو اعتراض به یې همداسې دوام وکړي.
لا تر اوسه د کندز ولایت سیمه ایزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، کابو یوه میاشت مخکې په کونړ ولایت کې هم ډاکټرانو ورته اعتصاب کړی وو چې څو ورځې یې دوام وکړ.