د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او د ولسمشر کرزي په منظورۍ د کورنیو چارو وزارت په نولسو پسټونو کې بدلونونه راغلي دي.
د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا بدلونونه د کارونو د ښه پرمخ وړلو او د چارو د ښه تنظیم په هدف راغلي دي.
په دغو بدلونونو کې پاسوال محمد شفیق فضلي د دې وزارت د استخباراتو د رییس، مل پاسوال خان مجاهد د کندهار د امنیې قومندان او مل پاسوال امین الله امرخیل د لومړي نمبر سرحدي پولیسو د قومندان په توګه ټاکل شوي دي.
د کورنیو چارو وزیربسم الله محمدي ویلي دي، چې دا ټاکنې د مسلکي پوهې پر اساس شوي او ښایی دا لړۍ همداسې دوام وکړي.