د عامې روغتیا وزارت له خوا نن په ټول افغانستان کې د پولیو یا ګزڼ پرضد د واکسین کمپاین پیل شو.
د عامې روغتیا وزار ت سلاکار ډاکټرعبدالله فهیم ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دې پروګرام په چوکاټ کې به نږدې اته ملیونه ماشومان واکسین شي.
ویل شوي چې دا کمپاین به په درېیو ورځو کې د څه باندې پنځوس زرو رضاکارانو له خوا عملي شي، د عامې روغتیا وزارت وایی چې د ګزڼ د ناروغۍ پرضد دا کمپاین د څه باندې څلورملیونه ډالرو په لګښت پرمخ وړل کیږي او ماشومانو ته به ویټامین اې هم ورکړې شي.
سږکال په افغانستان د ګزڼ نولس پېښې ثبت شوی دي.