د روسیي ولسمشر تصویب شوی لایحه رد کړه

د روسيې ولسمشر دميتري مدوېدېف پرون تازه تصويب شوې لايحه وتو يا رد کړه، ځکه د دې لايحې له مخې د حکومت ضد مظاهرې منع کېدې.

د پارلمان دوو جرګو ته په يوه پرانيستي ليک کې مدوېدېف وويل، نوموړى به د قانون په بڼه دغه لايحه لاسليک نه کړي، ځکه د اسمبلۍ د ازادۍ له حق سره، چې په اساسي قانون کې خوندي دى، په ټکر کې ده.

دغه لايحه په اکتوبر مياشت کې تصويب شوې وه.