زلمي رسول قاهرې ته ولاړ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له مصري چارواکو سره د خبرو اترو لپاره نن قاهرې ته روان شو.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د بهرنیو چارو وزیر داکټر زلمی رسول به له خپل مصري سیال سربیره د دغه هېواد د لوړو زړه کړو له وزیر او نورو مصري چارواکو سره هم خبرې اترې وکړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د بهرنیو چارو وزیر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو د کمیسیون د جوړېدو موافقت لیک او د سیاسي مشورو په اړه به یو تړون لاسلیک کړي.

ویل کیږي، چې مصر ته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر یو هدف د عربي دولتونو د ټولنې له مشرعمر موسی سره لیدنه ده.