هیتي یو ځل بیا د سترو سیلابونو له ګواښ سره مخ ده

په هیتي باندې د تاماس په نامه د باد او باران سخت توپان راتاو شوی دی او په دې هیواد کې یې د کولرا د وبا په ګواښونو سربېره، د ځمکې ښویېدو او سیلاوونو خطر هم زیات کړی دی.

حکومت په هغو خلکو چې په خیمو کې ژوند کوي، غږ کړی چې امنو ځایونو ته دې لاړ شي خو زیات شمېرخلک وایي، دوی بله چاره نه لري.

د هوا پیژندنې ادارې خبرداری ورکړی، د تاماس توپان چې تر اوسه یې د هیتي په سینت لوسیا ښار کې ۱۴ کسان وژلي، ممکن زیات شمېر موقتي جوړ شوي کورونه او خیمې له منځه یوسي.

په هیتي کی د جنورۍ میاشتې سختې زلزلې له وجي ۲۵ زره کسان وژل شوي وو او شاوخوا یو نیم میلون کسان بې کوره شوي دي.