قرغیزستان وايي د ماناس د اډې د تیلو رسولو تړون دې بلې کمپنۍ ته ورکړل شي

د قرغزستان حکومت د امریکا په متحده ایالاتو غږ وکړ، له هغي کمپنۍ سره دې د موادو رسولو قرارداد فسخ کړي چې په دې هیواد کې د امریکا ترانزیتي مرکز ته د تیلو رسولو چارې پر مخ وړي.

د امریکا دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ د مینا کارپوریشن په نامه کمپنۍ سره چې مرکز یې په لندن کې دی، ماناس هوایي اډې ته د تیلو رسولو قرارداد نوی کړ.

خو د قرغزستان د بهرنیو چارو وزرات نن په یوې اعلامیې کې وویل، واشنګټن باید د تحقیقاتو د بشپړیدو تر وخته پورې له مینا کمپنۍ سره همکاري بنده کړي.

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزرات وایي، د اپریل میاشت کې د پخواني جمهور ریس قرمانبیک باقییف د رژيم په ړنګیدو سره یې شواهد تر لاسه کړی چې د ماناس پوځي اډې ته د تیلو په رسولو کي اداري فساد شوی دی.