د اسلام کنفرانس مشر وايي په نړۍ کې د اسلام د سپکاوې هڅې روانې دي

د اسلامي کنفرانس سازمان مشر، اکمل الدین احسان اوغلو وایي، له اسلام څخه مخ پر زیاتیدونکي ویره د ۱۹۳۰می لسیزې په کلونو کي د یهودیانو پر ضد د کرکې راپورته کیدو غبرګون دی.

د اسلامي کنفرانس مشر فرانسپرس اژانس سره مرکې کې ویلي، د له مسلمانانو څخه ویره، په خاص ډول په اروپا کې د مهاجرو مسلمانانو پر ضد پیل شوې ده او سیاست وال د خلکو د رایو خپلولوپه مقصد، افراطي ډلې د مسلمانانو پر ضد راپاروي.

احسان اوغلو چې د ترکیی دی، دایې هم ویلي، په ټولې نړۍ کي د اسلام د سپکاوي لپاره سراسري هلی ځلي روانې دي.